کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Ka

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل، چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا او د خطرونو کمول د ټولنې د خوندیتوب او د بشري زیانونو د راکمولو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي څرګنده کړه، چې د کارکوونکو مسلکي روزنه او د هغوی د وړتیاوو لوړول د دې لامل کېږي، څو د پېښو پر مهال په چټک، منظم او اغېزمن ډول خدمات وړاندې کړي او د احتمالي زیانونو کچه راټیټه کړي.

هغه زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت د خپلو بشري او ټولنیزو مسؤولیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د پېښو د مدیریت په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو پلي کولو ته ژمنه ده او هڅه کوي په دې برخه کې د اړوندو کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

یاد ورکشاپ، چې د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ جوړ شوی و، ګډونوالو ته په کې د پېښو د خطرونو د کمولو، د عامه پوهاوي، د بېړنیو حالاتو پر مهال د همغږۍ، چمتووالي او اغېزمن ځواب ویلو په اړه لازم معلومات او عملي تجربې وړاندې شوې.

افغاني سره میاشت د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو د ظرفیت لوړولو له لارې هڅه کوي د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او اغېزمن ځواب ویلو وړتیا لا پیاوړې او د زیانمنو خلکو لپاره د بشري خدمتونو کیفیت لا لوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS