کندوز
د روغتیایې چارو اړوند عامه پوهاوې ورکول د افغاني سرې میاشتې له سترو موخو ګڼل کیږي، په همدې تړاو، د افغاني سرې میاشتې لومړنیو مرستو ټرینرانو له لورې د روغتیایې چارو د چټکتیا په موخه د کندوز ولایت کلباد ولسوالۍ کې د رضاکارانو ۱۵ تنه کسیزه روغتیایې کمیټه جوړه شوه. په یاده کمیټه کې د لومړنیو مرستو ټرینرانو له لورې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې او غورځنګ تاریخچه، اصول، نښانونه، د افغاني سرې میاشتې چوپړونه، د رضاکارانو رول او د لومړنیو مرستو موخې تشریح شوې.