کندوز او پکتيکا!
د افغاني سرې میاشتې له لورې کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ کې ۲۵ تنه ښوونکو او ځوانو نويو رضاکارانو ته معلوماتي او د ظرفيت لوړونې غونډه جوړه شوه. همدارنګه پکتيکا ولايت کې ۲۵ تنه رضاکارانو ته د پیښو سره د مبارزې (BDRT) او د پیسو لیږد پروګرام (CTP) اړوند شپږ ورځنې ورکشاپ پیل شو.
