کندهار
نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۴ کال د جمادی الثاني په ۴مه د افغاني سرې میاشتې اطلاعاتو او نشراتو رییس ښاغلي عرفان الله "شرفزوی" د افغاني سرې میاشتې کندهار زون نشراتو مدیریت له نشراتي کړنو څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه. نوموړي د یاد سفر پر مهال د افغاني سرې میاشتې لویدیځ زون اړوند نشراتي کړنو، بیرغونو، لوحو، نښانونو، دارالمجانین، مرستون او جامع کلینک څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه. همداراز یې د نشراتو مدیر ته لاﺯمې لارښوونې وکړې، ترڅنګ يي دهغوى وړاندیزونه او ستونزې واوریدې او د حل ژمنه یی وکړه.