کندهار کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وشوه!
پرون د سلواغې پر ۲۰مه د کندهار ښار او ژړۍ ولسوالۍ په کلیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې ۸۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۶ کیلو بوره، ۶ کیلو دال، ۱۰ لیټره غوړي، یو د سړیو پټو، یو ښځینه ټیکری، ۱۰ جوړې جرابې د ماشومانو او لویانو لپاره، د ماشومانو لپاره ۱۰ خـــولۍ، د ماشومانو یو جمپر او یوه بړستنه شامل وو.