کندهار؛ ۲۰ رواني ناروغان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول
چهارشنبه، ۲ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د کندهار زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۲۰ تنه ناروغان تر درملنې او روغېدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.
افغاني سرې میاشتې هر روغ شوي تن ته کور ته د ستنېدو لپاره د ترانسپورټي لګښتونو د پوښښ په موخه ۵۰۰۰ افغانۍ هم ورکړې.
اوس مهال په دغه مرکز کې ۱۷۲ تنه ښځینه او نارینه ناروغان تر درملنې لاندې دي او لازم روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې کېږي.
له یاد مرکز څخه په تېرو ۱۳ دورو کې په ټوله کې ۴۷۱ تنه رواني ناروغان تر درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
افغاني سره میاشت د هېواد په شپږو زونونو؛ کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او کندز کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې ناروغانو ته پکې د درملنې او روغتیايي پاملرنې خدمتونه وړاندې کېږي.
