کندهار؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۵:۳۷
کندهار؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو له انځرګي پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د کډوالو وضعیت یې له نږدې ولید.
ښاغلي مرستيال د راستنېدونکو کډوالو لپاره د نصب شوو خېمو، پخو خوړو د وېش، د څښاک اوبو رسولو، روغتیایي او نورو بشري خدمتونو د اروزنې ترڅنګ کارکوونکو او مسٸولينو ته د کډوالو لپاره د مرستو په رسولو کې د چټکتیا او اغېزمنتیا په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي وویل: د افغاني سرې میاشتې ټولنه به د کډوالو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپل بشري او انساني مسؤولیت ته دوام ورکړي او شته امکاناتو ته په کتو به د دوى هر اړخيز خدمت وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS