کندهار، کندوز!

د افغاني سرې میاشتې له لورې کندهار ولایت تخته پل ولسوالۍ او کندوز ولایت قلعه زار ولسوالۍ کې ۹۰۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې بستې وویشل شوې. په مرسته کې بیګ، سطل، د اوبو بوشکې، د لاس او کالیو مینځلو صابون، د غاښونو کریم او برسونه، ښځینه څادرونه، شامپو او چپلکې شامل وو.
