کندز ولایت کې ۲۲۲۵۳ تنو ته روغتیایي خدمات!
کندز ولایت کې ۲۲۲۵۳ تنو ته روغتیایي خدمات!
افغاني سرې میاشتې د خپلو روغتیایي کارکوونکو پر مټ د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې د کندز ولایت په مختلفو سیمو کې د یاد شمېر ناروغانو له جملې د ۵۳۱۷ تنو معاینات او درملنه کړې ، ۲۰۳ تنو ته پانسمان او ۵۴۴۷ تنو ته يې بېلابېل واکسینونه تطبیق کړي، ۱۰۱۵ میرمنو ته له ولادت وړاندې او وروسته لازمې روغتیایي مشورې او ۱۷۸۵ تنو خوارځواکو ماشومانو ته يې د ځانګړو خوراکي توکو د ورکړې ترڅنګ ۳۸۵ مېرمنو ته د کورني تنظیم او ۸۱۰۱ تنو ته د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړى دى.
https://www.threads.net/@arcsafghanistan