کندز ولايت کې ۲۰۳۶۸ اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!

کندز ولايت کې ۲۰۳۶۸ اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د کندز ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۶۰۱۲ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۱۳۲ تنو ټپیانو پانسمان، ۳۵۳۲ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۸۰۵۲ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۹۸۵ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۲۳۲ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۴۲۳ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.