کاپیسا؛ د ورښتونو له امله ۸ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۴۱
Kp

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو ورښتونو له امله ۸ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ بشري مرسته ورسول شوه.

په مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۷ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځي د توکو یو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې شاملې وې.

یاده مرسته د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د ستونزو کمولو په موخه برابره شوې وه.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې په وخت پوره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

کونړ؛ څه باندې ۱۰ زره ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۰۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۹:۳۶
Background image

کونړ؛ د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د سهیل تنګي په سیمه کې ۱۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۵۴
Background image

خوست؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پر ۴۰۰ هغو اړمنو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د نغدي مرستو د لومړي پړاو په. . .

BACK TO NEWS