کابل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۹:۱۵
کابل!

افغاني سرې میاشتې هغو هیوادوالو ته چې په شخصي روغتونونو کې د درملنې د لګښت توان نه لري وړیا روغتیایي مرکزونه رامنځته کړي دي. چې په ورځينۍ توګه اړمنو، پېښځپلو او بې وسه وګړو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي. د يادو روغتيايي مرکزونو له جملې څخه د کابل ولايت روغتيايي مرکزونه دي، چې په تېره يوه مياشت کې يې ټولټال ۲۱۴۳۴ هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمات وړاندې کړي، چې له جملې يې ۶۷۷۰ تنو درملنه شوې، د ۱۰۳۸ تنه ټپيانو پانسمان شوی، ۴۹۱۲ ښځو او ماشومانو ته واکسين تطبیق شوی، ۷۱۹۲ تنو ته روغتيايي مشورې ورکړل شوي، ۱۱۴۲ تنه ښځو ته له زېږون وړاندې او وروسته د روغتيا ساتنې اړوند لارښوونې شوې دي او ۳۸۰ په خوار ځواکۍ اخته ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړل شوي دي.

kk

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS