کابل !

د افغاني سرې میاشتې له لوري نن دوشنبه د ربیع الثاني پر ۸ مه، یو ځل بیا ۲۰ د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمینه کابل کې دوو کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عملیاتو په موخه ور وپېژندل شول. د دغو ماشومانو د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له خوا ورکول کیږي.په تیرو ۱۵ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۹۷۲ ماشومان د هیواد دننه د درملنې او عملیاتو په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.