کابل!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۹:۵۲
کابل!

هېوادوالو ته د پېښو پر وړاندې د مبارزې او ځواب وينې په اړه عامه پوهاوی ورکول د افغاني سرې میاشتې د فعالیت برخه ده. له همدې امله د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د ربيع الأول پر ۲۰مه، د کابل ولايت په مرکزي رياست کې پېښو ته د ځواب وينې اړوند موضوعاتو د عامه پوهاوي نظري او عملي شپږ ورځينی ورکشاپ پای ته ورسېد. په ورکشاپ کې د حوادثو ریاست کارکوونکو په شمول د ۱۸ ریاستونو دوه دوه کارکوونکو هم ګډون درلود. د یاد ورکشاپ په پای کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو د وېش پر مهال وويل: الله تعالی دې وکړي چې له دغه ورکشاپ څخه مو یو څه زده کړه حاصله کړې وي، په ورځيني ژوند کې ترې ګټه واخلیٔ او تر نورو یې ورسوﺉ.

k

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS