کابل!
د يخ ژمي په موسم کې، د بشري مرستو په دوام ۱۰۰ اړمنو کورنيو ته مرسته! يو ځل بيا د افغاني سرې میاشتې له لورې کابل ولایت مرستون ریاست کې ۵۰ اړمنو او ۵۰ د مرستون مشمولینو کورنیو ته د ژمني توکو او کرامت بستې ووېشل شوې. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴ جوړې بوټونه، ۲ د ماشومانو جاکټونه، ۴ ښځینه جاکټونه، ۴ جمپرونه، ۸ جوړې جرابې، ۴ خولۍ او ۲ جوړه دستکشی، شامل وو.
