کابل
افغاني سرې مياشتې د کابل نمایندګۍ کې د افغاني سرې میاشتي د عمومي ریاست او معینیت مقام لخوا معرفي شوو ۳۰۰ بې وزلو کورنیو سره د ٨ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وويشله، ياده مرسته د کابل د سرې میاشتي د نمایندګۍ رئیس مولوي عبدالله حماد او نورو کارکوونکو په شتون کې وويشل شوه. چې هرې کورنۍ ته ٦٠ کيلو اوړه، ١٠ کيلو مکروني، ٢ کيلو شين چاى، ١ کيلو مالګه، ١٢ چکۍ صابون، يو جمپر، يو جوړه بوټ او يوه بسته د ژمي لباس شامل وو، وويشل شو.