کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کونډو، یتیمانو او معیوبینو ته مرسته وویشل شوه!
نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۵مه کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې مرسته پر ۳۰۰ کونډو، یتیمانو، معیوبینو او بېوزلو کورنیو وویشل شوه.
په یاده مرسته کې ۲۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو وریژې، ۴ پاکټه یو کیلویي خرما، ۶ لیتره غوړي، ۴ کیلو بوره او ۱.۴ کیلو مالګه شامل وو.