کابل؛ ۶۵ کارکوونکو د اداري اساساتو او مدیریت دوه نیم میاشتنی روزنیز پروګرام بشپړ کړ

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۴۴
K

پنجشنبه، ۲٠ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت په نوښت، د مرکزي دفتر د بېلابېلو ریاستونو ۶۵ کارکوونکو ته د اداري اساساتو او مدیریت په برخه کې دوه نیم میاشتنی روزنیز پروګرام بشپړ شو.

د دې پروګرام د پای په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مقام سلاکارانو، د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو او ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون کړی و.

د کارکوونکو چارو رئیس مولوي شفیق‌الله امیني د غونډې د پيل پر مهال وویل، سالمه او اغېزمنه اداره هغه مهال رامنځته کېدای شي چې کارکوونکي خپلې دندې د اداري اصولو او مسلکي معیارونو له مخې ترسره کړي.

نوموړي دغه روزنیز پروګرام د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د پیاوړتیا، د حساب‌ ورکونې د پراختیا او د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې له روزنې ترلاسه شوې پوهه او مهارتونه په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کړي.

هغه همدارنګه د کارکوونکو د دوامدارې مسلکي روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ورته پروګرامونو دوام کولی شي د ادارې د چارو د اغېزمنتیا او د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال هم د اداري اصولو او مسلکي وړتیاوو په برخه کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړول د ادارې د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره مهم وبلل.

نوموړي وویل، مسلکي او وړ کارکوونکي د هرې ادارې د پرمختګ مهمه برخه جوړوي او د کارکوونکو د مهارتونو پیاوړتیا کولی شي د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو، د چارو د منظم تنظیم او د ستونزو د اغېزمن حل زمینه برابره کړي.

یاده غونډه د روزنیز پروګرام فارغانو ته د تصدیق‌ پاڼو په وېش پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

BACK TO NEWS