کابل؛ د ښوونیز مرکز رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو په پار تشویقي غونډه دایره شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۸:۲۳
K

سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ ‌الحدیث شهاب ‌الدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د ارزان‌ قېمت سېمې د ښوونیز مرکز ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو او اغېزمنو فعالیتونو د ستاینې په موخه تشویقي غونډه دایره شوه.

د غونډې په ترڅ کې عمومي رئیس د اسلام له نظره د خیر رسونې، د انسانانو د خدمت او د اړمنو د لاسنیوي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د الله تعالی د رضا لپاره د خلکو خدمت ستر عبادت او لوی مسؤولیت دی.

ښاغلي دلاور، رضاکاران د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو مهمه او نه بېلېدونکې برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې هغوی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پېښځپلو، زیانمنو او راستنېدونکو هېوادوالو ته پر وخت او په بشپړ اخلاص بشري خدمتونه وړاندې کوي او د ټولنې د خدمت په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

نوموړي د رضاکارو ښوونکو د ژمنتیا، نه ستړې کېدونکو هڅو او صادقانه خدمتونو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د علم د خپرولو، د هېوادوالو د خدمت او د خیر رسونې دغه ارزښتناک رسالت ته په لا زیات اخلاص او مسؤولیت دوام ورکړي.

د غونډې په پای کې رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو د ستاینې په پار ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۸:۲۳
Background image

کابل؛ د ښوونیز مرکز رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو په پار تشویقي غونډه دایره شوه

سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ ‌الحدیث شهاب ‌الدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د ارزان‌ قېمت سېمې د ښوونیز مرکز ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۱۹
Background image

کابل؛ کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ، په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، د زړه روغتون، مرکزي روغتون او کنټرول آمریت ۲۰ تنو کارکوونکو ته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۴
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۵۲۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS