کابل؛ د ځوانانو او رضاکارانو د پالیسۍ وروستي کېدو او عملي کولو پر لارو چارو خبرې وشوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۲۳
K

دوشنبه، ۱۰ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو لپاره د جوړې شوې پالیسۍ د وروستي کولو او په اغېزمن ډول عملي کولو په موخه، د دې ادارې مرستیال حافظ عزیز الرحمن او د ډنمارک سره صلیب له مرکزي دفتر څخه راغلي د ملي ټولنو د پراختیا کارپوه جېکوب ترمنځ ناسته وشوه.

په ناسته کې د ځوانانو او رضاکارانو د پیاوړتیا، د پالیسۍ د وروستي کولو او په اغېزمن ډول د پلي کېدو په اړه د دواړو لوریو ترمنځ نظرونه شریک شول.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د رضاکارانو د پیاوړتیا او ودې په برخه کې د ډنمارک سره صلیب له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې افغاني سره میاشت به د رضاکارانو د ظرفیت لوړونې او پیاوړتیا لپاره له ډنمارک سره صليب سره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه همدارنګه وویل، چې د رضاکارانو د ثبت، تنظیم او معلوماتو د منظم مدیریت لپاره یو ډیټابیس جوړ شوی، چې د رضاکارانو اړوند معلومات پکې ثبتېږي.

ښاغلي جېکوب د ځوانانو او رضاکارانو د پیاوړتیا په برخه کې د افغاني سرې میاشتې هڅې وستایلې او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د نوموړي په وینا، رضاکاران د ملي ټولنو لپاره د فعاليت پرمهال يو قوي بشري ځواک ګڼل کېږي. هغه زیاته کړه، چې د پالیسۍ عملي کول وخت، سرچینو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري او باید د پالیسۍ د جوړولو او تطبیق پر مهال نړیوال معیارونه او د هېواد ټولنیز شرایط په پام کې ونیول شي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو د ځوانانو او رضاکارانو د پیاوړتیا، د پالیسۍ د وروستي کولو او په اغېزمن ډول پلي کېدو لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

BACK TO NEWS