کابل؛ د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د روژې په مناسبت ۱۰۰ ټنه خرما وسپارله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۲۷
کابل؛ د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د روژې په مناسبت ۱۰۰ ټنه خرما وسپارله

چهارشنبه، ۲۳ شعبان ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د شاهي هېواد د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د روژې میاشتې په مناسبت، له اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۱۰۰ ټنه خرما وسپارله.
د مرستې د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په افغانستان کې د سعودي سفارت مرستیال ښاغلي علي محمد الحصان او د ياد مرکز مشر ښاغلي فهاد سعد القحطاني ګډون درلود.
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د سعودي عربستان له دوامدارو مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې ياد هېواد تل په سختو شرایطو کې د خپل ورور هېواد افغانستان تر څنګ ولاړ پاتې شوی او افغان ولس یې یوازې نه دی پرېښی. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د افغاني سرې مياشتې سره کېدونکي مرستې په بشپړ شفافيت تر اړمنو، بې سرپرسته کورنيو، راستنو شوو کډوالو او پېښځپلو هېوادوالو رسول کېږي.
ورپسې د سعودي عربستان مرستیال سفیر په خپلو خبرو کې ډاډ وښود، چې هېواد یې په هر ډول حالاتو کې د افغانانو  لاسنیوي ته ژمن دی او د بشري مرستو د پراختیا په برخه کې به خپلې هڅې روانې ساتي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۸:۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي مسؤولینو ته د پېښو مديريت په اړه یو ورځنی معلوماتي ورکشاپ ترسره شو

یکشنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر رئیسانو، سلاکارانو او د مستقلو آمریتونو مسؤولینو ته، افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري د طبیعي او غیر طبیعي پېښو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیا، لوګر او بدخشان کې ۱۵۲ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو بستې ورکړل شوې

یکشنبه، ۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا، لوګر او بدخشان ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۵۲ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو بستې ورکړل شوې، چې له مخې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د ځان بسياينې پر لور؛ هرات کې ۱۵۰ بې‌ سرپرسته مېرمنو ته حرفوي زده‌ کړې ورکول کېږي

شنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لوېدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې ۱۵۰ بې‌سرپرسته مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه روان دي، چې موخه یې د هغوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS