کابل؛ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، افغاني سرې میاشتې ته غیر خوراکي توکي او يو فورکلېفټ موټر وسپارل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۱
K

چهارشنبه، ۲۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، افغاني سرې میاشتې ته ۱۶۰۰ کمپلې، ۲۰۰ خېمې، ۲۰۰ د پخلنځي سیټونه، ۴۰۰ ترپالونه، ۴۰۰ د پاکو اوبو د ساتنې بوشکې او یوه عراده بار پورته کوونکی موټر (فورکلېفټ) وسپارل.

دغه مرسته په کابل کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل له لوري د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب ‌الدین دلاور ته په مرکزي دفتر کې وسپارل شوه.

د مرستې د سپارلو پر مهال ښاغلي دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له دوامدارو بشري همکاریو مننه وکړه او ویې ویل چې مرسته شوي توکي به د اړتیا پر مهال په شفاف ډول او له هر ډول توپیر او تبعیض پرته تر مستحقو کورنیو ورسول شي.

نوموړي زیاته کړه چې افغاني سره میاشت له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستنېدونکو کډوالو ته د لنډمهاله استوګنې په څلورو پنډغالو کې هره ورځ تر ۱۰ زره خوراکه پاخه خواړه وېشي او ورسره بېلابېل اړین روغتیايي خدمتونه هم وړاندې کوي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وویل: د تېرو ناخوالو له امله په هېواد کې ګڼ شمېر بې‌ سرپرسته مېرمنې، ماشومان او نور زیانمن شوي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو څو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په میلیونونو افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې د سرپناه، خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي. هغه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې له افغاني سرې میاشتې سره خپلې بشري مرستې لا زیاتې او پراخې کړي. 

په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر وویل چې دغه مرستې د پېښو له امله زیانمنو شویو وګړو او له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستنېدونکو افغانانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه کولو په موخه برابرې شوې دي.

ښاغلي فیصل د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل چې ملي ټولنو نړیوال فدراسیون به د نږدې او باوري شریک په توګه له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې د اړمنو او زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره به د اړتیا له مخې د بشري مرستو د راجلبولو او د مستحقو وګړو تر لاسرسي د رسولو هڅې لا پراخې کړي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي چې د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ د پېښو له امله زیانمنو او هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه بشري مرستې راجلب کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

BACK TO NEWS