کابل؛ د سويل ختيځ زون اړوند د ۳ خالي روغتيايي بستونو له نوماندانو تحريري ازموینه واخیستل شوه
شنبه، ۲۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سويل ختيځ زون د رواني ناروغانو د درملنې مرکز لپاره د داخله MD، رواني MD او د رواني څانګې د نرسانو پر ٣ بستونو د ګمارلو په موخه په مرکزي دفتر کې تحريري ازموینه واخیستل شوه.
ياده ازموينه چې د کارکوونکو چارو رياست له لوري تنظيم شوې وه، د درې واړه بستونو لپاره پکې ۴۹ تنو کاندیدانو ګډون درلود، چې د بشپړ عدالت او شفافیت په پام کې نیولو سره به د پوښتن پاڼو تر کتلو او تقريري ازموينې وروسته مخکښ ګډون کوونکي په ګوته او وګمارل شي.
