کابل؛ د افغاني سرې میاشتې ۷۲ کارکوونکي له روزنیزو پروګرامونو فارغ شول

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۶
K

چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د بېلابېلو ریاستونو ۷۲ کارکوونکو ته د سواد زده‌کړې ، کمپیوټر، حسن خط او انګلیسي ژبې په برخو کې روزنیز پروګرامونه ترسره او د فراغت سندونه ورکړل شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د پوهنې وزارت استازي ښاغلي مولوي محمد ابراهیم محمدي او د دې ادارې یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او مسلکي ودې په برخه کې د کارکوونکو چارو ریاست هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د کارکوونکو علمي او مسلکي وړتیاوو ته پاملرنه د ادارې د پرمختګ او د خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړه، چې کارکوونکو ته د دندو ترڅنګ د زده‌کړو او مهارتونو د ترلاسه کولو زمینه برابرول د بشري سرچینو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی او کولی شي د خدمتونو په اغېزمنتیا او د کاري چارو په ښه ترسره کېدو کې مثبت بدلون راولي.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د علم، پوهې او مهارتونو پر ارزښت خبرې وکړې او د کارکوونکو چارو ریاست یې وهڅاوه، چې د ظرفیت لوړونې او مسلکي روزنې دا ډول پروګرامونه لا پراخ او دوامداره وساتي. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې له دغو فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي او د خپلو مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

له بلې خوا، د پوهنې وزارت استازي ښاغلي مولوي محمد ابراهیم محمدي د افغاني سرې میاشتې له لوري د کارکوونکو د روزنې او ظرفیت لوړونې پروګرامونه ارزښتناک وبلل او ویې ویل، چې زده ‌کړه او مهارتونه د فردي او اداري پرمختګ بنسټ جوړوي. نوموړي د سواد زده‌کړې او مسلکي روزنې د پروګرامونو د دوام او پراختیا ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې د کارکوونکو علمي او مسلکي وړتیاوې د خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې د ظرفیت لوړونې آمر ښاغلي دوکتور عبدالعلیم احمدزي د یادو کورسونو د مودې او ګډونوالو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه روزنیز پروګرامونه د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه ترسره شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې دغه روزنیز پروګرامونه د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې په بریالیتوب سره ترسره شول چې له مخې یې ۱۸ تنو د سواد زده‌کړې، ۱۰ تنو د انګلیسي ژبې، ۳۰ تنو د کمپیوټر او ۱۴ تنو د حسن خط په برخو کې زده‌ کړې بشپړې کړې.

په پای کې فارغو شویو کارکوونکو ته د فراغت سندونه ووېشل شول او مراسم په دعا سره پای ته ورسېدل.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د روزنیزو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو له لارې د خپلو کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې او د بشري خدمتونو د وړاندې کولو کیفیت لا ښه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

ننګرهار؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۷۸۸۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

BACK TO NEWS