کابل، باميان ,کاپيسا, بغلان ,لغمان او ننګرهار!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۴:۰
کابل، باميان ,کاپيسا, بغلان ,لغمان او ننګرهار!

رضاکارانه خدمتونه د افغاني سرې مياشتې له بنسټيزو اصولو څخه دي، پر همدې بنسټ د افغاني سرې مياشتې د رضاکارانو د ادارې رياست په تېره يوه اونۍ کې په بغلان کې ۵۰ تنه رضاکارانو ته په بېړنيو حالاتو کې پېښځپلو ته د ځواب وينې اړوند ورکشاپ داير کړی،ترڅنګ يې د لغمان ولايت په علينګار ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنه بزګرانو ته د ونو کرلو او پالنې اړوند زده کړې ورکړې دي. همدا ډول د افغاني سرې مياشتې رضاکارانو د ننګرهار ولايت په دره نور او کامې ولسوالۍ کې هم ۲۰۰ هېوادوالو ته د پېښو د ګواښونو د کمښ او له ساري ناروغيو د مخنيوي او کابل، باميان او کاپيسا ولايتونو کې ۴۰۰ تنه وګړو ته د افغاني سرې مياشتې د پېژندنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې اړوند پوهاوی ورکړی دی.

pk

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS