ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو!

Website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۹:۱۹
محترم مولوی مطیع الحق خالص به صفت سرپرست ریاست عمومی جمعیت افغانی سره میاشت معرفی گردید!

نن شنبه د روان ١٤٠٠ لمریز کال د تلې پر ۱۷ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پخواني سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي، مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي، سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان، د سکترجنرال د مرستیالانو، ښاغلي محمد طیب یوسفزي او ښاغلي نوروزعلي علیزاده، د مرکزي دفتر د رئیسانو، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې د چارو ادارې د مرستیال ښاغلي شیخ مولوي نورالحق انور له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست د سرپرست په توګه معرفي شو.

د غونډې په پیل کې د چارو ادارې مرستیال ښاغلي شیخ مولوي نورالحق انور په ملي او دولتي ادارو کې د ټاکنو په اړه د مالومات د ورکړې ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس په توګه د ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ګمارني په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین پیغام قرائت کړ.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هیواد په موجوده وضعیت او همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر ونډه او فعالیتونو خبري وکړي، نوموړي زیاته کړه: موږ په خپلې هڅې او کوښښونه وکړو ترڅو د سرې میاشتې له لوري «چې د جوړښت موخه یې هم د اړمنو او پیښځپلو څخه لاسنوی دی» د هیواد ترټولو ډیر اړمن او پيښځپلي قشر ته لا ډیرې بشرپاله مرستې ورسو. غونډه د خیر او ښېرازۍ په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۹:۵۰
Background image

په کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۰ کورنۍ له مرستو برخه مندې شوې!

نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۰مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رييس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري د اسیا لپاره د فدرېشن رییس ښاغلي الکساندر او د مرکزي دفتر یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس د ترکیې هېواد د حوادثو د ادارې له استازي سره لیدنه وکړه!

د روان ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د لیندۍ پر ۹مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکيې هېواد د حوادثو د نړیوالې ادارې له استازي ښاغلي برهان اسلان او په. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

محترم رحمت الله رحمانی د ننګرهار د سرې میاشتې د رییس  په توګه ور وپېژندل شو!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له حکم سره سم د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۷مه نېټه ښاغلی رحمت الله رحماني نن یکشنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS