پکتیکا

د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني په ۲۲مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۶۱۴ زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو د ترميم په موخه اته ويشت ميليونه شپږ لکه او دوه اويا ﺯره نغدي مرستې او ۱۸۴۲ تختی ژمنۍ کمپلې وویشل شوې. باید وویل شي چې یادو ۶۱۴ کورنیو ته په دریو کټګوریو کې نغدي مرستې وويشل شوې: لومړی کټګورۍ کې ۳۵۶ کورنیو ته ۸۰% قسط چې هرې کورنۍ ته په کې ۵۹۲۰۰ افغانۍ او درې کمپلې ورکړ شوی. دويمې کټګورۍ کې ۱۰۶ کورنیو ته ۸۰% قسط چې هرې کورنۍ ته په کې ۳۸۴۰۰ افغانۍ او درې کمپلې ورکړ شوی. دریمې کټګورۍ کې ۱۵۲ کورنیو ته ۸۰% قسط چې هرې کورنۍ ته په کې ۲۳۲۰۰ افغانۍ او درې کمپلې ورکړ شوی. د یادونې وړ ده چې یادو کورنیو ته به پاتې ۲۰% قسط نږدې راتلونکې کې وویشل شي.

