پکتیا!

ځوان کهول ته د زده کړو زمینه برابرول د افغاني سرې میاشتې له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي، په همدې تړاو د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیا ولایت ښوونیز مرکز کې د ۴۵ تنه زده کوونکو څخه د لیک لوست په برخه کې ازموینه واخیستل شوه. د یادونې وړ ده چې په یاد ښوونیز مرکز کې ۵۳۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ديني علومو ترڅنګ ورته ساینسي او انګلیسي مضامین تدریس کیږي.

