په کنړ ولایت کې له ” ٢٥ “ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کنړ څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر پنځه لسمه نیټه د یاد ولایت په نورګا، څوکۍ، شیګل او شلتن ولسوالیو کې له ٢٥ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د څلور قلمه غیر خوراکي توکو(کورني کیټونه، ترپالونه، هایجن کیټونه او ډیکنټي کیټونه) مرسته وشوه.