په کندهار کې له ١٠٠٠ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د کندهار څانګې له لوري د روان ١٣٩٩ لمریز کال د لړم پر ٢٥ نېټه، د ارغنداب، ژېړۍ، پنجوایي او میوند ولسوالیو کې د ١٠٠٠ بيځایه شویو کورنیو سره؛ د اووه قلم خوراکي توکو(وریژو، غوړیو، لوبیا، چایو، بورې، مالګې او بسکویټو) مرسته پیل شوه چې په څو روزو کې به بشپړ شي.