په کاپیسا ولایت کې له سیلاب ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کاپیسا څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر اتمه نیټه، د یاد ولایت په حصه اول، حصه دوم او کوبند ولسوالیو کې له ۵۰ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د څلور قلمه غیر خوراکي توکو(خیمه، کمپلې، ترپالونه او د اوبو بوشکې) مرسته وشوه.