په پروان ولایت کې له ٣٠٠ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پروان څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر اتمه نیټه، د یاد ولایت په مرکز کې د ترکي سرې میاشتې په مرسته ٣٠٠ سیلاب ځپلیو کورنیو ته خوراکي توکي و ویشل شول.