په وردګو کې له 150 کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولڼې د وردګو څانګې له لوري د روان 1399 لمریز کال د مرغومي پر 13 او 14 نېټه، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له 150 اړمنو او سیلابځپلیو کورنیو سره د اووه قلم خوراکي توکو:(وریژو، غوړیو، لوبیا، چایو، بورې، مالګې او بسکویټو) مرسته وشوه چی جمله په جلریز ولسوالی کی 450 کورنیو سره د سری میاشتې ټولنې مرسته ترسره شوه.
