په وردګو ولایت کې رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو ورکشاپ!
د روان ١٤٠٠ کال د وږي له ٢١ تر ٢٣ نیټې پورې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د وردګو ولایت څانګې له لوري په حصه اول بهسود والوالۍ کې ٢٠ تنه نویو شامل شوو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو رسونې درې ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د ورکشاپ په پای کې یادو رضاکارانو ته د رضاکارۍ د پېژند کارتونو ترڅنګ د لومړنیو روغتیایي مرستو بکسې هم ووېشل شول.