په هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۹۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!
د دوشنبه په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې د میاشتې پر ۲۵ نېټه د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري شوې مرسته دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې ۹۰۰ اړمنو، وچکالۍ ځپلو، کورني بېځایه شوو، کورنیو سره ۶ قلمه دخوراکي توکو مرسته، چې پکې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۵ لېتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۳ کیلو شین چای او ۳ کیلو دال نخود شامل و ووېشل شوه.