د ځان بسیاینې په موخه؛ کندهار او ننګرهار کې ۹۸ بې سرپرسته اړمنو کورنیو سره څه باندې ۱ میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۸:۳۱
د ځان بسیاینې په موخه؛ کندهار او ننګرهار کې ۹۸ بې سرپرسته اړمنو کورنیو سره څه باندې ۱ میلیون افغانۍ نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۲ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۵۰ بې سرپرسته اړمنو کورنیو سره په کندهار او ۴۸ کورنیو سره په ننګرهار کې د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه په دوهم او وروستي پړاو کې یو میلیون او دوه سوه څلور اویا زره (۱،۲۷۴،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره افغانۍ ورکړل شوې.
تمه ده، چې یاده نغدي مرسته د کوچنیو عایداتي فعالیتونو د پیل او پیاوړتیا له لارې د دغو بې سرپرسته کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي، د عاید دوامداره سرچینې ورته رامنځته کړي او پر نورو یې تکیه راکمه کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم پر یادو کورنیو په لومړي پړاو کې نږدې دوه میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۰
Background image

افغاني سره میاشت؛ پکتيا کې د زرګونو اړمنو ناروغانو درملنه شوې

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۷۴۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۹:۵۲
Background image

لغمان؛ پر ۳۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې پر ۳۵ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول.

په هر خوراک کې یو پارسل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۴
Background image

د نورستان سېلاب؛ په پارون کې د نادرکو کسانو د لټون عملیات لا هم روان دي

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د نورستان ولایت د مرکز پارون په سېلاب ځپلو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ځانګړي ټیمونه د اړوندو ادارو په همغږۍ، د نادرکه شوو کسانو د لټون پر عملیاتو بوخت دي.

. . .

BACK TO NEWS