د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتيژیک پلان د نهايي کولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۵۷
د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتيژیک پلان د نهايي کولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۲ رجب ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو د تنظیم او ښو پایلو ترلاسه کولو په موخه، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ترتیب شوي ستراتیژیک پلان د نهایي کولو په پار، کابل کې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال مرستیالانو، سلاکارانو، د مرکزي ریاستونو، سیمه‌ییزو زونونو او ولایتي نماینده‌ګیو رئیسانو او د دې ادارې د کاري شریکانو په حضور کې د هېواد په کچه د خلکو د اړتیاوو، طبیعي پېښو ته د ځواب ویلو او احتمالي ناورینونو ته د رسېدنې برخه کې د اړونده مسؤولينو نظر اخيستلو په موخه جوړ شوی دی.
د ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته وویل، افغاني سره میاشت د هېواد په کچه د اووه زونونو او ۳۴ نماینده ګیو له لارې زیانمنو شوو هېوادوالو ته د روغتیا، ځان بساینې او د هغوی ستونزو راکمولو برخه کې بېلابېل بشري خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړه، افغاني سره مياشت د يوه قوي او پراخ بشري ځواک په لرلو سره د دې وړتيا لري؛ څو دا ستراتيژيک پلان په ښه او غوره شکل د هېواد په کچه پلی او د اړمنو، پېښځپلو، بې سرپرسته کورنيو لاسنيوى او د ناروغانو درملنه پر وخت او معياري توګه وکړي.
دغه راز ښاغلي دلاور څرګنده کړه، چې شفافيت، عدالت، ناپېيلتوب او ناپلوي د افغاني سرې مياشتې په لومړيتوبونو کې ځاى لري او له راستنو شوو کډوالو نېولې تر اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنيو د مرستو رسول له هر ډول توپير پرته ترسره کېږي. هغه ډاډ وړاندې کړ، چې د سوري زړه ناروغانو د روغتون چارې په ختمېدو دي، چې په کلنۍ توګه به په کې له دوه څخه تر درې زرو پورې ناروغانو تداوي کېږي.
له بل لوري د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام د ترتیب شوي ستراتیژيک پلان د پروسې په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل، د یاد پلان د جوړونې برخه کې یې د کاري شریکانو د هڅو مننه وکړه او د اړمنو، بې سرپرسته او زیانمنو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې د دې پلان جوړېدل اغېزمن ګام یاد کړ.
په افغانستان کې د آی سي آر سي د عملیاتي چارو مسؤول ښاغلي چارلس سابګا په خپلو خبرو کې وویل، افغاني سره مياشت په افغانستان کې د يوه پياوړي هويت او قوي باور لرونکې ټولنه ده. پراخ جغرافيايي حضور، د کارکوونکو ژمنتيا او د رضاکارانو هڅو يې دا ځانګړى موقعيت ورکړى؛ څو د بېړنیو حالاتو پرمهال خلکو ته شفافې، پر وخت او اغېزمنې مرستې ورسوي. ښاغلي سابګا د افغاني سرې میاشتې لپاره د ستراتيژیک پلان شتون مهم وګاڼه او د بشري همکاریو د دوام ژمنه یې وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مسؤول ښاغلي حسام فیصل د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا اداره له اوږدې مودې راهیسې د بشري خدمتونو برخه کې پیاوړې پاتې شوې او د اړمنو، زیانمنو او بې وسه کورنیو په ملاتړ او لاسنیوي کې یې مهم رول لوبولی دی. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې له افغاني سرې میاشتې سره د بشري مرستو د جلب او بشري دېپلوماسۍ برخه کې همکاریو ته دوام ورکوو؛ څو لا ډېرې منابع ترلاسه او د زیات شمېر اړمنو او پېښځپلو کورنیو ملاتړ او لاسنیوي وشي.
 یاد ورکشاپ چې دوه ورځې به دوام وکړي، په کې به د کاري شریکانو، مرکزي، سیمه ییزو او ولایتي مسؤولینو لیدلوري او نظرونه واخیستل شي؛ څو داسې یو جامع او هر اړخیز پلان ترتیب شي، چې تېرې نیمګړتیاوې په کې پوره او د هېواد په کچه د اړمنو، پېښځپلو، یتیمانو، ناروغانو، بې سرپرسته او سوالګرو کورنیو ستونزو او اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۶:۳
Background image

پنجشېر کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو د روژې په مناسبت خُرما ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري پنجشېر ولایت کې پر ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشل شوه.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له ۴۰ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې له ګاونډیو هېواد څخه پر راستنو شوو ۵۰۰ کورنیو ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۰ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۹
Background image

د افغاني_سرې_میاشتې ۹۲ يمه ګڼه مجله خپره شوه

د افغاني سرې میاشتې درې‌ مياشتنۍ #مجله، چې ددې ادارې د فعالیتونو، عامه پوهاوي او اړوندو معلوماتي مطالبو لنډ او منظمې برخې پکې ځای پر ځای شوي، تازه له چاپه راووته.
لوستونکي کولای شي، دا. . .

BACK TO NEWS