په لغمان ولایت کې له «٢٦١» بې ځایه شویو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لغمان څانګې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ١٣ نیټه په یاد ولایت کې له ”٢٦١“ بې ځایه شویو کورنیو سره د شپږ قلمه غیر خوراکي توکو: ( د پخلنځي سیټ، کمپلې، ترپالونه، هایجن کیټ، ډکنټي کیټ او د ابو بوشکې) مرسته وشوه.