په غزني ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري 150 سیلاب ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
د يکشنبه د ۱۴۴۴ سپوږميﺯ کال د محرم الحرام په ۹مه ، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په مرکز غزنی کې 150 سیلاب ځپلو کورنيو ته د ترکیې هېواد مرسته شوی خوراکي توکي وویشل شو. یاده مرسته، چې د ترکیې دوست هيواد د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه؛ په کې هرې کورنۍ ته 16 قلمه خوراکي توکي؛ 50 کیلو وړه، 4 لیتره غوړي، دوه کیلو چای، 5 پاکته مکروني او یو کارتن خوراکی توکي شامل وو، وويشل شوه.