په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې خبرونه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۸:۵۵
خبرونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
*  د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په خپل کاري دفتر کې د پارسا مؤسسې له مشرې آغلې مارني سره تعارفي ناسته وکړه.

*  د سوري زړه په رنځ اخته ۱۲ تنه ماشومان ۲ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل شول.

*  د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور د مرکز د بېلابېلو برخو له رئیسانو سره د کارونو د ښه والي په تړاو ناسته ترسره کړه.

د هېواد په کچه:
‏د ۳۵ ښوونیزو مرکزونو له لارې په تېرو ۳ میاشتو کې ۱۷۵ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره شوې او لا هم پر زده کړو بوخت دي.

پکتیا:
د ولایتي څانګې د روغتیایي چارو او لومړنیو مرستو مدیریت ۲۵ تنو رضاکارانو ته د رضاکارانو خوندیتوب او فعالیت تر عنوان لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

بلخ ولايت کې ۳۱۰۸۰ تنه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

بلخ ولايت کې ۳۱۰۸۰ تنه کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ۹۷۷۰ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۸:۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا:

د داوطلبۍ خبرتیا:

BACK TO NEWS