په تیره یوه میاشت کې د افغاني سرې میاشتې له له لوري په دایکندي ولایت کې بیلابیل روغتیایي خدمتونه ترسره شوي دي

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۹:۵۸
خبرونه

افغاني سرې میاشتې په تېرو ۳۰ ورځو کې په دایکندي ولایت کې د خپلو روغتیایي مرکزونو پر مټ په بېلابېلو سیمو کې په ټوله کې ۱۱۵۹۵ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

په یادو ناروغانو کې ۴۸۹۵ تنو ته معاینات او درملنه ترسره شوې، ۲۷۸ تنو ته پانسمان، ۵۶۲ تنو ته ښځو او ماشومانو ته مختلف واکسینونه تطبیق شوي، ۳۰۴ مېرمنو ته له زېږون وړاندې او وروسته معاینات ترسره شوي، ۱۳۰ مېرمنو ته د کورنیو تنظیم په اړه پوهاوی ورکړل شوی، ۲۵۳ تنو خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکول شوي او ۵۱۷۳ تنو ته د روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۴۳
Background image

افغاني سره مياشت؛ له درملنې وروسته ۴۹ ناروغ ماشومان له المان راستانه او ۷۵ نور د درملنې په موخه واستول شول

پنجشنبه، ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري  المان ته استول شوي ۴۹ تنه په اور سخت سوځېدلي او د میکروبي هډوکو لرونکي ماشومان له بشپړې درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۷۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۹
Background image

د شمالي ولایتونو زلزله؛ اتصالات مخابراتي شرکت افغاني سرې میاشتې ته ۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وسپارله

پنجشنبه، ۱۵جمادي الأول ۱۴۴۷
بلخ او سمنګان ولایتونو کې د زلزلې له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو د بېړني لاسنيوي او د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په موخه د اتصالات مخابراتي شرکت استازو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۵:۵۰
Background image

فراه کې له راستنو شوو کډوالو کورنیو سره څه باندې ۲۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ١۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو ۳۰۰ کډوالو کورنیو سره ۲۸.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه،. . .

BACK TO NEWS