په بلخ ولایت کې ۹۱۰ بېوزله کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې مرسته!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۰:۳۷
په بلخ ولایت کې ۹۱۰بېوزله کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې مرسته!

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د خپلو بشر پالو مرستو په لړۍ کې د پنجشنبې په ورځ د روان۱۳۴۳ سپوږميز کال د ذوالقعدې پر ۱۰ مه نېټه د بلخ په ولايت مزار شریف ښار کې ۹۱۰ بېوزله او اړمنو کورنیو سره د ملک سلمان خیریه بنسټ  او  په شمال زون کې د توحید افغانستان یتیمانو خیریه بنسټ په مرسته  ۶ قلمه مواد چې ۴۰کيلو اوړه ، ۵ کیلو وريژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو خرما او ۵ لیتره غوړی شامل دي  مرسته ترسره کړه .

د‌ یادولو وړه چې یاده مرسته دشمال زون سرې میاشتې رئيس، د بلخ ولایت سرې میاشتې رئيس، په شمال زون کې توحید د افغانستان یتیمانو خیریه بنسټ رئيس ښاغلي عبدالرحمن الفضلي په شتون کې په اړمنو او بې ځایه شويو کورنیو و وېشل شوه.

 

په بلخ ولایت کې ۹۱۰بېوزله کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې مرسته!

 

په بلخ ولایت کې ۹۱۰بېوزله کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې مرسته!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۷:۴۴
Background image

هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د پروژو د اغېزمن مدیریت او معياري پروپوزل ليکنې په اړه لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پلان‌ جوړونې آمریت له لوري د پروژو د پرمختللي مدیریت، پروپوزل لیکنې، څارنې، ارزونې، حساب‌ ورکونې او زده‌ کړې په برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS