په بلخ ولايت کې د بې سرپرسته کونډو لپاره د خياطۍ او ګلدوزۍ د زده کړو ښوونيز مرکزونه پرانستل شول!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۱
خبرونه

په بلخ ولايت کې د بې سرپرسته کونډو لپاره د خياطۍ او ګلدوزۍ د زده کړو ښوونيز مرکزونه پرانستل شول!

نن سه شنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۲٢مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولايت د مرکز اړوند په بېلابېلو ناحيو  کې د بې سرپرسته کونډو د ځان بسياينې  په موخه د خياطۍ او ګلدوزۍ د زده کړو نهه ښوونيز مرکزونه پرانستل شول.
 د قطر د سرې مياشتې په مالي ملاتړ به په يادو ښوونيزو مرکزونو کې ١٠٠ بې سرپرسته کونډو ته د خياطۍ او ګلدوزۍ برخه کې د درې مياشتنيو  زده کړو زمينه برابره شي چې د خياطۍ د زده کړې هرې کورنۍ ته به ۲۶ قلمه او د ګلدوزۍ د زده کړې ترلاسه کولو هرې بې سرپرسته کورنۍ ته ۱۴ قلمه توکي وسپارل شي.
ياده دې وي چې د خياطۍ او ګلدوزۍ اړوند توکو ټول لګښت شاوخوا يو ميليون  دوه سوه شل زره افغانۍ کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۷:۳۸
Background image

جوزجان؛ افغاني سرې میاشتې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کړې ده

سې شنبه، ١٣ جمادى الأولی ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د جوزجان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٥٧٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۸:۲۵
Background image

د بلخ او سمنګان زلزله‌ ځپلو لپاره د مرستو چمتو کولو په اړه ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام، په افغانستان کې د نړيوالو کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۶:۵۸
Background image

د خوندي لاسرسي په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو

دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د ساتنې او خوندیتوب ریاست د مرکز او سیمه‌ ایزو زونونو د ۲۰ کارکوونکو لپاره د آی‌ سي‌ آر‌ سي په مالي ملاتړ د خوندي لاسرسي په اړه. . .

BACK TO NEWS