پروان ولایت کې ۴۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۱۱:۷
پروان ولایت کې ۴۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

نن سه شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۳ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د پروان ولایت نماینده ګۍ په انګړ کې د غوربند شینواري ولسوالۍ ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري رالېږل شوې وه؛ هرې کورنۍ ته په کې ۲۵ کیلو اوړه، ۵ کیلو مکروني، ۵ کیلو وریژې، ۱ کیلو لوبیا، ۲ کیلو نخود، ۲ کیلو ترمیده اوړه، ۱ کیلو چای، ۱ کیلو عدس، ۱ کیلو رُب،  ۱ کیلو مالګه او غیر خوراکي توکو کې ۷ د ماشومانو پطلنونه، ۲ تختې کمپلې او یو د لویانو پطلون شامل وو.

پروان ولایت کې ۴۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

پروان ولایت کې ۴۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

پروان ولایت کې ۴۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۳
Background image

هرات؛ د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د ترکیې آی‌ ایچ‌ ایچ خیریه بنسټ ۱۱۸.۲ ټنه د غير خوراکي توکو بشري مرسته په هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د لاسنیوي او. . .

BACK TO NEWS