پروان او پکتیا ولایتونه!
ښوونې او روﺯنې ته لومړيتوب! نن د جمادي الثاني په لومړې نیټه، د افغاني سرې میاشتې له لورې د پروان ولایت ښوونیز مرکز کې، نویو جذب شویو ۲۵۰ زده کوونکو ته د اسلامي ﺯده کړو ترڅنګ دکمپیوټر، انګلیسي او ساینسي علومو په برخه کې هم ښوونه او روﺯنه ورکړل شي. په ورته مهال د افغاني سرې میاشتې له لورې د پکتیا ولایت ښوونیز مرکز کې، د IRC پروګرام له زده کوونکو، چې له Active zero څخه active one ته او له active one څخه active two ته تللي، ازموینه واخيستل شوه.