پروان؛ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې
چهارشنبه، ۱۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته د مرستې د شپږم او وروستي پړاو په ترڅ کې ۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې هرې مېرمنې ۳۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې؛ څو وکولی شي کوچني کورني کاروبارونه پیل او خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.
په تېرو پنځو میاشتو کې هم له دغو مېرمنو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې وه.
افغاني سره میاشت د اړمنو او ښځو په مشرۍ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د بشري مرستو پروګرامونو ته دوام ورکوي.
