پروان؛ پر ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په انامک کلي کې پر ۲۰۰ اړمنو مېرمنو، چې د خوړو کمښت له ستونزې سره مخ دي، د مرستو د دویم پړاو په ترڅ کې ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې دغې مرستې له مخې، هرې مېرمنې ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته د مېرمنو او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې هم د همدې پروګرام په چوکاټ کې یادو مېرمنو ته ورته نغدي مرسته ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د بشري مرستو د پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د اړمنو کورنیو په ځانګړي ډول چې سرپرستې يې مېرمنې وي، لومړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره او د هغوی د ژوند ستونزې راکمې کړي.
