پروان؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د ۸۰ زده کوونکو میاشتنۍ آزموینه واخيستل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۷:۱۰
پروان؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د ۸۰ زده کوونکو میاشتنۍ آزموینه واخيستل شوه

چهارشنبه، ۱۶ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر او لیک لوست برخو له ۸۰ تنو زده کوونکو څخه میاشتنۍ آزموینه واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې یاد ښوونیز مرکز کې اوسمهال شاوخوا ۷۰۰ تنه هغه زده کوونکي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول لنډمهاله زده کړې ترلاسه کوي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي او د هغوی د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره دوامدرې هڅې ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۷:۷
Background image

زابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال له ولایتي څانګې او روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال نوموړي د زابل د ولایتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۳:۱۵
Background image

بلخ؛ ۱۵۳۰ کاریګرو ته د نږدې اته میلیونه افغانیو د مزد د ورکړې لړۍ پیل شوه

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت په کشنده، شولګره، البرز او مارمل ولسوالیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو د پروګرام په چوکاټ کې ۱۵۳۰ تنو مسلکي او غیرمسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۸
Background image

تخار؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د تخار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۰۲۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS