هلمند؛ د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۰ زده کوونکي فارغ شول

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۰
hl

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو په برخه کې ۱۳۰ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په یاد ښوونیز مرکز کې دا مهال شاوخوا ۷۰۰ تنه هغه زده کوونکي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول لنډمهاله زده کړې ترلاسه کوي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم له همدې ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه زده کوونکي د اداري مهارتونو په برخه کې د زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شوي وو.
افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لارې اړمنو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۴
Background image

لغمان کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورسول شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند د الوخېلو په سیمه کې د اورلګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره بېړنۍ بشري مرسته ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲۰
Background image

هلمند؛ د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۰ زده کوونکي فارغ شول

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو په برخه کې ۱۳۰ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

پکتیا کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د روژې په مناسبت د خُرما مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۵ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې پکتیا ولایت کې پر ۳۰٠ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشله.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه میاشت کې د. . .

BACK TO NEWS