هرات!
افغاني سرې میاشتې د ربیع الثاني په ۸مه، د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ۲۱.۶۷۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته، چې د قطر سرې میاشتې لخوا چمتو شوې وه، پر ۲۶۶ زلزله ځپلو کورنیو ووېشله. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته اوړه، ورېژېې، غوړي، چای، بوره، لوبیا او مالګه شامل وو.

